نامعلومو وسله والو د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په سور كنډو سيمه كې يو جومات سوځولى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، پېښه تېره شپه رامنځته شوې او وسله وال د جومات له سوځولو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
ده زياته كړه، په جومات کې يو شمېر قران كريمونه هم سوځېدلي او د جومات ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
که څه هم ولايتي اداره په څرګنده نه وايي، چې دا کار چا کړى، خو ليکي چې په دې سيمه کې وخت ناوخت داعش وسله وال ځينې فعاليتونه کوي.
د پېښې په اړه کومې دولت ضد ډلې تر دا مهاله تبصره نه ده كړې.