په ننګرهار كې د ولسي جرګې ټاكنو لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي دي.
والي حيات الله حيات وايي، د شنبې ورځې ټاكنو ته يې په دې ولايت کې هراړخيز چمتووالى نيولى دى.
نوموړى زياتوي، د ټاکنو د ولايتي کمېسيون له لوري اړين ټاکنيز توكي ټاكنيزو مرکزونو ته لېږدول شوي او د ټولو مرکزونو د امنيت ساتنې په هدف يې سرتېري ګومارلي دي.
حيات له ولسونو غوښتنه وکړه، چې په ډاډه زړه د راى ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې كانديدان وټاكي.
هغه له ټولو نظامي او ملکي کارکوونکو وغوښتل، چې د ټاکنو په پروسه کې له بېځايه لاسوهنې ځانونه وژغوري.
والي ګواښ وکړ، که د بېځايه لاسوهنو له كبله يې څوک ونيول، د جمهور رئيس د لارښوونې پر بنسټ به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
ټاكل شوې سبا له كندهار او غزني پرته په نورو ټولو ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.
که څه هم دغو ټاکنو ته د بشپړ امنيتي تدابيرو د نيولو خبره کېږي، خو ولسونه يې لا هم د امنيت په اړه اندېښمن دي.