هند او چين، چې په زيات شمېر نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو کې سره سيالي کوي، غواړي له افغانستان سره ګډه همکاري وکړي.
دواړو هېوادونو د دوشنبې په ورځ يو گډ پروگرام پيل کړ، چې پر بنسټ يې په ګډه افغان ډيپلوماټان په نوي ډيلي كې روزي.
په هند کې د چين سفير لو ژاويو د افغان ډيپلوماټانو د روزنې پروگرام ته په اشارې وويل، د بيجينگ او نوي ډيلي همکاري به له افغانستان سره د مرستې لپاره دوام ولري.
نوموړي زياته كړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به د ظرفيتونو په لوړولو او د پروژو په عملي کولو کې پراخه شي.
د لو ژاويو په وينا، د هند د بهرنيو خدمتونو په انسټيټيوټ کې د ۱۰ افغان ډيپلوماټانو د روزنې پيل په افغانستان کې د چين او هند د همکارۍ لومړى گام دى، چې د چين جمهور رئيس شين جين پينگ او د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پرې تېر کال هوكړه وكړه.
دى وايي، د افغانستان لپاره د بيجينګ او نوي ډيلي دا ډول همكاري ښايي د بوټان، نيپال، ميانمار، مالديف او حتى ايران لپاره هم عملي شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ