د يوې امريکايي رسنۍ د راپور له مخې، جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ هوډ درلود، چې د امريکايي کشيش انډريو برونسن د نه خوشې کېدو په صورت کې له تركيې خپل ټول ډيپلوماټان وباسي.
اې بي سي نيوز وايي، د طرحې له مخې ټاکل شوې وه د ۶۰ ورځو لپاره واشنګټن په انقره او د ترکيې په نورو ښارونو کې خپلې استازولۍ وتړي او دغه بهير د لوړپوړو ډيپلوماټانو په بهر کولو سره پيل کړي.
يادې شبکې ليکلي، دا د هغو شپږو طرحو له ډلې وه، چې پر ترکيې د فشار راوستلو لپاره پرې غور کېده، خو د راپور پر بنسټ، دې طرحې ګڼ مخالفين هم لرل. په ځانګړي ډول د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د دغې طرحې سخت مخالف و او فکر يې کاوه، چې دا كار د امريکا له متحدې او په ناټو تړون کې له غړې ترکيې سره اړيکې خرابولای شي.
راپور زياتوي، د سپينې ماڼۍ د مامورينو مشر جان کلي هم له دې طرحې سره مخالف و او يوازې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن ورسره ستونزه نه لرله.
امريکايي کشيش انډريو برونسن له تېرو دوو کلونو راهيسې له ترهګرۍ سره د اړيکې په تور په ترکيه کې بندي و او د تېرې جمعې په ورځ يې محکمې په تړاو پرېکړه وكړه او ازاد يې کړ.
د ده د قضيې له كبله د انقرې او واشنګټن اړيکې تر يوې کچې ترينګلې شوې او حتا هڅه وشوه، چې پر ترکيې بنديزونه هم ولګول شي.