ads

په هرات كې لسګونه ټاكنيز مركزونه تړل شوي

په هرات كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر وايي، د ولسي جرګې ټاكنو په ورځ به هلته د راى وركولو لسګونه مركزونه تړلي وي.
د دغه دفتر رئيس احمد شاه قانوني د دې كار علت امنيتي ګواښونه يادوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 تله 1397
په هرات كې لسګونه ټاكنيز مركزونه تړل شوي

په هرات كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر وايي، د ولسي جرګې ټاكنو په ورځ به هلته د راى وركولو لسګونه مركزونه تړلي وي.
د دغه دفتر رئيس احمد شاه قانوني د دې كار علت امنيتي ګواښونه يادوي.
دى وايي، په شينډنډ، فارسي، اوبه، كشك كهنه او ګلران ولسواليو كې د امنيتي ګواښونو زياتېدل سبب شوي، چې د ولسي جرګې ټاكنو په ورځ په دغو ولسواليو كې د راى وركولو ۱۶۲ مركزونه تړلي پاتې شي.
د قانوني په وينا، په هرات كې ۴۶۲ ټاكنيز مركزونه موجود دي، چې په ۳۰۰ كې به يې خلك د خوښې وړ كانديدانو ته رايې وركړي.
په ورته وخت كې د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وايي، د ولسي جرګې ټاكنو لپاره د امنيت د ټينګښت په هدف يې له څو ورځو راهيسې د بې پلېټه موټرونو د تګ راتګ او پر يوه موټرسايكل د دوو كسانو د سپرېدو مخنيوى كړى دى.
دى زياتوي، چې امنيتي ځواكونو په دې ولايت كې د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
ټاكل شوې د ولسي جرګې ټاكنې د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA