د غور په تولك ولسوالۍ كې تېره شپه د ټرافيكي پېښې له كبله پنځه تنه وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند عبدالحی خطيبي كليد ته وويل، يو فلاينكوچ ډوله مسافر وړونكى موټر، چې له تيورې ولسوالۍ څخه هرات ته روان و، له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
هغه زياته كړه، په دې پېښه كې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
خو د غور د عامې روغتيا رئيس بيا وايي، يادې ټرافيكي پېښې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون پنځه كسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان كړي دي.
د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو له عمده علتونو څخه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ