ads

په فارياب كې ۱۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، دا پېښه د جمعې په مازديګر په كوه صياد كلي كې رامنځته شوې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 وږی 1397
په فارياب كې ۱۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، دا پېښه د جمعې په مازديګر په كوه صياد كلي كې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، طالبانو د ياد كلي په لاره كې د امنيتي ځواكونو د له منځه وړلو په هدف ماين ځاى پر ځاى كړى و، خو د لوبو په مهال پر ماشومانو چاودلى دى.
يورش زياته كړه، په دې چاودنه كې اته ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
هغه د دوو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA