ads

افغان لوبډله سبا له بنګله دېشۍ لوبډلې سره د كركټ لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره وكړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 وږی 1397
افغان لوبډله سبا له بنګله دېشۍ لوبډلې سره د كركټ لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره وكړي.
په ګروپي پړاو سياليو كې افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې او سريلانكا او بنګله دېش ته يې ماتې وركړې، خو په دوهم پړاو كې يې خپله لومړۍ لوبه پاكستان ته وبايلله.
د كركټ د اسيا جام سياليو په ګروپي پړاو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ كانګ لوبډلو برخه لرله، خو سريلانكا او هانګ كانګ خپلې دواړه لوبې وبايللې او له مخكې تګه پاتې شول.
افغانستان د راتلونكې سې شنبې په ورځ له هند سره لوبه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA