په هرات كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله د دواړو لورو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په پل مستان سيمه كې پر يوې پوستې بريد وكړ، چې وروسته جګړه رامنځته شوه او په ترڅ كې يې دوه طالبان ووژل شول.
د هغه په وينا، په نښته كې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.