ads

د بادغيس لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

د بادغيس لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي او مرستيال يې له لسګونو نورو طالبانو سره يوځاى وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
6 وږی 1397
د بادغيس لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

د بادغيس لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي او مرستيال يې له لسګونو نورو طالبانو سره يوځاى وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، دا طالبان د غورماچ ولسوالۍ په جګړې كې د ګډون لپاره فارياب ته تللي وو.
د نوموړي په خبره، په دې ولسوالۍ كې په وروستيو هوايي بريدونو كې د بادغيس لپاره د طالبانو نومول شوى والي او مرستيال يې، د ياد ولايت اب كمري ولسوالۍ ته د طالبانو ټاكل شوى ولسوال، په بادغيس كې د دغې ډلې د نظامي تنظيماتو رئيس او د طالبانو اته قوماندانان او سرګروپان له خپلو ۶۰ ملګرو سره وژل شوي دي.
د بادغيس د امنيتي مسوولينو په وينا، د طالبانو د دغو مهمو كسانو په وژل كېدو سره په دې ولايت كې د يادې ډلې امنيتي ګواښونه كم شول.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې غورماچ ولسوالي بېرته له فاريابه جلا او له بادغيس سره يوځاى شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA