ads

بلچراخ سقوط وکړ او ۴۰ سرتېري وسله والو طالبانو ونيول

د فارياب د ولايتي شورا رئيس وايي، د دغه ولايت بلچراخ ولسوالي د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د امنيت د امر په ګډون ۴۰ سرتېري د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

نویسنده: mayar
28 زمری 1397
بلچراخ سقوط وکړ او ۴۰ سرتېري وسله والو طالبانو ونيول

د فارياب د ولايتي شورا رئيس وايي، د دغه ولايت بلچراخ ولسوالي د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د امنيت د امر په ګډون ۴۰ سرتېري د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
طاهر رحماني کليد ته وويل، بلچراغ ولسوالۍ نن سهار شاوخوا دوه بجې سقوط وكړ او د طالبانو له لوري نيول شوي سرتېري د ولسوالۍ کوليان کلي ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، دا ولسوالي له يوې اونۍ راهيسې د طالبانو لخوا محاصره وه، خو په دومره وخت کې د حکومت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته ونه شوه.
هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د فارياب د امنيتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شوو.
وسله والو طالبانو ويلي، له جګړې پرته يې ياده ولسوالي نيولې او لسګونه امنيتي سرتېري ورته تسليم شوي دي.
د فارياب د ولايتي شورا د رئيس په وينا، طالبان د بلچراغ ولسوالۍ له سقوط وروسته پر ګرزيوان ولسوالۍ د بريد پلان لري.
په تېرو دوو مياشتو کې دا د فارياب درېيمه ولسوالي ده، چې د طالبانو لاس ته لوېږي.
تر بلچراغ وړاندې لولاش او غورماچ ولسوالۍ هم طالبانو نيولې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA