ads

د پاکستان د پوځ مشر د افغان جمهور رييس څرګندونو ته غبرګون وښود

د پاكستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جمهور رئيس محمد اشرف غني د څرګندونو په ځواب كې وويل، د غزني له جګړې پاكستان ته د ترهګرو جسدونه او ټپيان نه دي لېږدول شوي.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397
د پاکستان د پوځ مشر د افغان جمهور رييس څرګندونو ته غبرګون وښود

د پاكستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جمهور رئيس محمد اشرف غني د څرګندونو په ځواب كې وويل، د غزني له جګړې پاكستان ته د ترهګرو جسدونه او ټپيان نه دي لېږدول شوي.
نوموړي زياته كړه، له افغانستانه پاکستان ته د ور لېږدول شوو عامو پاكستانيانو جسدونو او ټپيانو ته دې د ترهګرو خطاب نه کېږي.
د باجوه په وينا، پاکستان په افغانستان کې د هېڅ ډول ترهګريزو فعاليتونو ملاتړ نه کوي.
دى وايي، اسلام اباد تل په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړى او افغان حکومت ته نه ده په کار، چې پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړي.
د پاكستان د پوځ د مشر په خبره، ګڼ شمېر پاکستانيان اوسمهال په افغانستان کې پر مزدورۍ بوخت دي، نو ځکه په بريدونو کې مرګ ژوبله ورته اوړي.
باجوه زياتوي، په وروستيو پېښو کې هم پاکستانيان ټپيان يا وژل شوي، چې ورته د ترهګرو خطاب کول د تاسف وړ خبره ده.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون غزني ته د سفر په مهال له باجوه وغوښتل، چې د غزني په جګړه كې د پاكستاني وسله والو د ګډون او د پاكستان په روغتونونو كې د هغوى د ټپيانو د درملنې په اړه ځواب وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA