د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د دغه کمېسيون په چارو کې هېڅوک لاسوهنه نه شي کولای او هغه تورونه چې د ولسي جرګې ټاکنو د کانديدانو له وروستي لېست څخه يو شمېر حذف شوو کانديدانو په دغه کمېسيون لګولي دي، بې بنسټه دي.
د دغه کمېسيون مرستيالې حميرا حقمل نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، هېڅوک د کوم شخص، ډلې يا ادارې په وړانديز له لېست څخه نه دي حذف شوي.
نوموړې وايي، د شکايتونو کميسيون تصميم نهايي دی او حتی کميسيون په خپله او هېڅ بله مرجع نشي کولای د دوی تصميم بدل کړي.
نوموړې ټينګار وکړ ۴۵ نورو کسانو ته چې خبرداری ورکړل شوی د هغوی نومونه به هم هغه وخت حذف شي چې پر دوی د لګېدلو تورونو په تړاو ځواب ونه وايي.
دې کميسيون نژدې دوه اونۍ مخکې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کانديدانو له لېست څخه د ۳۵ کسانو نومونه حذف کړل او ۴۵ نورو کسانو ته يې جدي خبرداری، خبرداری او سپارښتنه وکړه چې که پر دوی لګېدلي تورونه سپين نه کړي نو نومونه به يې حذف شي.
د دې پرېکړې په وړاندې سمدستي په کابل او ځينو ولايتونو کې اعتراضونه پيل شول چې تراوسه هم روان دي. خو د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون مرستياله حميرا حقمل وايي چې د دوی پرېکړه نه بدلېږي