ads

د ښېوې اوسېدونكو د اوربند او سولې غوښتنه وكړه

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونكو د يوه سوله ييز لاريون په مهال د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې جګړه بس، اوربند او سوله وكړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
د ښېوې اوسېدونكو د اوربند او سولې غوښتنه وكړه

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونكو د يوه سوله ييز لاريون په مهال د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې جګړه بس، اوربند او سوله وكړي.
لاريون کوونکو جګړه بس ده، جګړه تباهي ده شعارونه ورکول او د جګړې له ښکېلو لورو يې غوښتنه کوله، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.
دوى وويل، سوله د ولسونو يوازينۍ هيله ده او د جګړې له ښکېلو غاړو يې وغوښتل، چې ولس دې نه ناهيلى کوي.
لاريون كوونكو په تونده لهجه ويل، هر هغه څوک چې له سولې منکر دي، هغه له دين نه منکر دي.
دوى زياته کړه، که چېرې جګړه همداسې دوام ولري، نو د ټولو پرمخ به ښوونيزې ادارې وتړل او د جهالت تيارې به بيا خورې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA