ads

پر بنګله‌دېشي چارواكو د لاريون كوونكو د ځپلو په خاطر نيوكه وشوه

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې، چې مرکز يې په نيويارک کې دی، پر بنګله دېشي چارواکو نيوکه کړې، چې سوله ييز لاريون کوونکي يې ځپلي دي.

نویسنده: mayar
17 زمری 1397
پر بنګله‌دېشي چارواكو د لاريون كوونكو د ځپلو په خاطر نيوكه وشوه

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې، چې مرکز يې په نيويارک کې دی، پر بنګله دېشي چارواکو نيوکه کړې، چې سوله ييز لاريون کوونکي يې ځپلي دي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د حاکم ګوند اړوندو کسانو له چاقوګانو او لرګيو په استفادې پر لاريون کوونکو بريدونه کړي دي.
په خبرپاڼه كې د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د اسيا مسوول براډ اډمز له قوله راغلي، يو ځل بيا بنګله دېشي چارواکي له ستونزو ناوړه استفاده کوي او وروسته هغه لاريون کوونکي، چې نيوکه کوي محکوموي: ((چارواکي بايد هر څوک ژر تر ژره خوشې کړي، دوی د سوله ييز انتقاد له کبله نيول شوي دي.))
اډمز غوښتنه کړې د واکمن ګوند هغه پلويان دې محاکمه کړل شي، چې پر ماشومانو يې د لرګيو او چاقوګانو وارونه کړي دي.
له بل لوري د لومړۍ وزيرې شيخ حسينه واجد دولت دغه تورونه رد کړي، چې ګواكې پلويان دې يې په دغو بريدونو کې ښکېل وي.
يو معترض د بشري حقونو د څار نړيوالې ډلې ته ويلي، د يکشنبې په ورځ څو ځوانانو، چې پر موټرسايکلونو سپاره وو، شاوخوا ۵۰۰ زده كوونكې نجونې د پايتخت ډاکې په اوتارای سيمه کې وګواښلې.
د هغه په خبره، دې نجونو او ښځو ته وويل شول: ((تاسې بايد دا ځای پرېږدئ، لومړۍ وزيرې له موږ غوښتي، چې تاسې له دې ځايه وباسو.))
ځينو لاريون کوونکو د نوم نه ښودو په شرط ويلي، نجونې او ښځې وروسته وتښتېدلې، خو سړيو چې خولۍ يې په سر وې ،ترڅو ونه پېژندل شي، پر دوی بريد وکړ او وهل ټکول يې ورکړل.))
دوی زياته کړې: ((پوليسو يوازې تصويرونه او وېډيوګانې اخيستې، ترڅو لاريون کوونکي وپېژني او د بريدونو مخنيوی يې ونه کړ.))
په ډاکه کې لسګونه کسان له هغه وروسته ټپيان شول، چې پوليسو د دوی په ضد اوښکې بهوونګی ګاز او ربړي ګولۍ وکارولې.
له بل لوري د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د راپور له مخې، پر لاريون کوونکو په بريدونو کې جنسي ځورونې هم رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA