د ارمنستان پخوانى جمهور رئيس د دې هېواد د چارواكو له لوري ونيول شو.
رابرټ كوچاريان د ۲۰۰۸م ميلادي كال د جنجالي ټاكنو په مهال د اعتراض كوونكو په ځپلو له تورنېدو وروسته نيول شوى دى.
د هغه وخت په اعتراضونو كې د دوو پوليسو په ګډون لس تنه وژل شوي وو.
د ارمستان پايتخت ايروان كې پرون يوې محكمې امر وكړ، چې د څېړنو ځانګړې اداره دې پخوانى جمهور رئيس ونيسي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ارمنستان نوي لومړي وزير نيکول پاشينيان له فساد سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات پيل كړي دي.