د ايراني پوځ د قدس ځواکونو مشر د امريکا جمهور رييس ته خبرداری ورکړ چې که پر ايران بريد وکړي، نو امريکا چې څه لري ايران به يې له منځه يوسي.
د ايران د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې تورنجنرال قاسم سليماني زياتوي، امريکا جګړه پيل کړې او ايران به دا جګړه ختمه کړي.
د نوموړي دا بيان د امريکا د جمهور رييس له هغه ټوېټ وروسته دی چې پکې يې ليکلي و، هيڅکله هم امريکا ته ګواښ مه کوه.
تورنجنرال سليماني د ايران د سپاه پاسدرارن د قدس څانګې مشر دی، چې له دغه هېواد بهر عمليات کوي.