د پروان په سيدخېل ولسوالۍ كې د وسله وال بريد په ترڅ كې د دينارخېل په نوم د ښوونځي مدير مير مهتاب وژل شوى دى.
د دغه ولايت د والي ويانده وحيده شهكار وايي، دا پېښه پرون مازديګر څلور نيمې بجې د سيدخېل ولسوالۍ په اينچو كلي رامنځته شوې ده.
نوموړې كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو كسانو له قتل وروسته سيمه پرېښې او په اړه يې څېړنې روانې دي.
د سيدخېل ولسوال احمد لمر عثمانيار بيا رسنيو ته ويلي، ياد مدير د محمد رفيع په نوم يوه ځوان، چې ورور يې د پروان د رجال برجسته قطعې سرتېرى دى، وژلى دى.
هغه زياته كړې، د قاتل د نيولو لپاره د پولسيو هڅې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ