په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته بجې چاودنې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، د دوى د لومړنيو څېړنو له مخې، د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د لب جر سيمې په يوه كثافت دانۍ كې ماين يا چاودېدونكي توكي اېښودل شوي وو، چې د يادو ماشومانو له لوري پرې د لوبو كولو په مهال يې چاودنه كړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
ستانكزي د دغو ماشومانو عمرونه له اتو تر لسو كلونو ياد كړل.
د يادونې وړ ده، چې د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا ډېرى وخت د ځاى پرځاى شوو ماينونو او چاودېدونكو توكو د چاودنو له كبله ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ