ads

غني: په کابل او ولايتونو کې بايد د دولتي ملکيتونو واضح فهرست جوړ شي

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې له اجتماعي سازمانونو او اتحاديو څخه د انتقال شوو ملکيتونو د استفادې طرحې د پرمختګ څرنګوالى وارزاوه.

نویسنده: mayar
31 چنګاښ 1397
غني: په کابل او ولايتونو کې بايد د دولتي ملکيتونو واضح فهرست جوړ شي

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې له اجتماعي سازمانونو او اتحاديو څخه د انتقال شوو ملکيتونو د استفادې طرحې د پرمختګ څرنګوالى وارزاوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې، چې د شنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه، د ماليې وزارت د دولتي املاکو عمومي رياست يو تن مسوول د دولتي ملکيتونو د انتقال د پرمختګ په اړه، چې اجتماعي اتحاديو او سازمانونو ورڅخه ګټه اخيسته، خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه وويل، د افغانستان د کارګرو ملي اتحاديه، د ليکوالو، د بزګرو د کوپراتيفونو او ځوانانو اتحاديې د هغو بنسټونو له ډلې څخه دي، چې ډېر غيرې منقول دولتي جايدادونه يې په واک کې دي او له هغو څخه ابزاري، سياسي او شخصي استفاده کوي، چې د دولتي غيرې منقول املاکو د حيف و ميل سبب ګرځي.
جمهور رئيس غني د ياد راپور له اورېدو وروسته وويل، په کابل او ولايتونو کې د دولتي ملکيتونو واضح فهرست بايد جوړ شي، چې له دقيقې پېژندنې او تثبيت وروسته انتقال شي.
نوموړي د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال، د کابل ګارنېزيون قوماندان او د ولايتونو امنيه قوماندانانو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو ملکيتونو د تثبيت په برخه کې له ماليې وزارت سره همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA