ads

طالبانو د نيويارك ټايمز راپور رد كړ

وسله والو طالبانو د نيويارك ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد كړ، چې ګواكې دغې ډلې په ملكي سيمو كې د بريدونو نه كولو پرېكړه كړې ده.
يادې ورځپاڼې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له قوله راپور خپور كړى و، چې وسله والو ته يې په هغو سيمو كې د ځانمرګو بريدونو د نه كولو امر شوى، چېرته چې د ملكيانو د وژل كېدو خطر موجود وي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 چنګاښ 1397

خو مجاهد نن رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې د دغه راپور په اړه غبرګون ښودلى او ناسم يې بللى دى.
هغه ويلي، نيويارک ټايمز ورځپاڼې يې له مرکې ناسم تعبير اخيستی او يا يې قصداً د ده خبرې تحريف کړې دي.
د مجاهد په خبره، د ورځپاڼې خبريال ترې پوښتنه وکړه، چې له اوربند وروسته ولې د طالبانو بريدونه په ښارونو کې کم شوي، نو په ځواب کې يې وويل، په ښارونو کې بريدونه پراخ پلان او حوصلې ته اړتيا لري، ترڅو وکولى شي د ملکي وګړو د تلفاتو مخنيوى وکړي.
نوموړي زياته كړې، په ښارونو کې د هدفونو تر مشخص كېدو وروسته به پرې بريدونه وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې يكشنبې په ورځ په كابل كې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما وويل، د روان ميلادي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې په افغانستان كې د جګړو له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱۲۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA