د اروزګان د ملي امنيت رياست مسوولين وايي، وسله والو طالبانو د يکشنبې په ورځ د مركز ترينكوټ په درافشان سيمه كې څلور ملكي وګړي وژلي دي.
د دغه رياست يوې سرچينې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط كليد ته وويل، په وژل شوو كسانو كې، چې دوه يې هزاره توكمي او دوه نور پښتانه دي، يوه ښځه هم شامله ده.
سرچينې زياته كړه، ياد کسان له چورې ولسوالۍ څخه ترينکوټ ته پر لاره وو، چې له موټره ښكته كړاى شوي او وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د پېښې اصلي علت تراوسه نه دى معلوم، خو په تړاو يې د دوى څېړنې روانې دي.
ولايت مقام او امنيه قومانداني په دې اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې درافشان سيمه له تېرو دوو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ