په هلمند كې بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د وسله والو طالبانو يوه غونډه په نښه كړې ده.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دا هوايي بريد پرون ماسپښين شاوخوا دوه بجې په موسى كلا ولسوالۍ كې ترسره شوى دى.
د سرچينې په وينا، د بهرنيو ځواكونو په دغه هوايي بريد كې اته طالبان وژل شوي او د هغوى اووه ميله كلاشينكوفونه او پنځه ميله آر پي جي راكټونه هم له منځه وړل شوي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، سيمه مخکې له مخکې تر هوايي څار لاندې وه، چې د دښمن تر کره موجوديت وروسته پرې بريد وشو.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، په دې پېښه كې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ