ads

د راى وركوونكو د نومليكنې پروسې د غځولو غوښتنه وشوه

يو شمېر مدني ټولنې، ديني عالمان او د پوهنتون استادان د ملي يووالي حكومت او ټاكنو خپلواك كمېسيون له رهبرۍ غواړي، چې د راى وركوونكو د نومليكنې موده وغځوي.

نویسنده: mayar
17 چنګاښ 1397
د راى وركوونكو د نومليكنې پروسې د غځولو غوښتنه وشوه

يو شمېر مدني ټولنې، ديني عالمان او د پوهنتون استادان د ملي يووالي حكومت او ټاكنو خپلواك كمېسيون له رهبرۍ غواړي، چې د راى وركوونكو د نومليكنې موده وغځوي.
د كار او پراختيا بنسټ رئيس ذوالفقار امېد نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال د ځينو ولسواليو او د راى وركوونكو د نومليكنې مركزونو د ناامنه كولو دسيسې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د نظام په داخل كې ګډو كړيو د ټاكنو لپاره د نومليكنې پروسې له پيل راهيسې د ځينو مركزونو د ناامنه كولو هڅې وكړې، چې د يوې مياشتې لپاره يې وتړي.
نوموړي د غزني د ټاكنو پر حوزوي كولو هم اندېښنه وښوده او زياته يې كړه، په شمالي ولايتونو كې وروستۍ ناامنۍ قصدي دي او په دې كار سره په پارلماني ټاكنو كې درغلۍ ته لاره هوارېږي.
د عدالت او امنيت ټينګښت، په ټاكنو كې د ګډون كوونكو د نومليكنې پروسې د مودې غځول او يو شمېر نورې د مدني ټولنو هغه غوښتنې دي، چې د ملي يووالي حكومت له لوري يې پر پوره كولو ټينګار كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA