ads

په غزني كې د طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ بېلا بېلې نښتې شوې

وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ولايت پر مركز سربېره په جغتو، واغز او زنخان ولسواليو كې اته بريدونه كړي او په جګړو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
16 چنګاښ 1397
په غزني كې د طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ بېلا بېلې نښتې شوې

وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ولايت پر مركز سربېره په جغتو، واغز او زنخان ولسواليو كې اته بريدونه كړي او په جګړو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا بريدونه د شپې په ۱۲ بجو پيل شول او تر سهاره يې دوام درلود.
نوموړي زياته كړه، يوازې په واغز ولسوالۍ كې شپږ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
نوري په نورو سيمو كې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل.
د هغه په وينا، د نښتو په ترڅ كې د چټك غبرګون قطعې د يو سرګروپ په ګډون درې پوليس هم وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د غزني د مركز په مربوطاتو كې يې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۰ پوليس وژلي او د هغوى مهم مركز يې نيولى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA