سرحدي پوليسو په تورخم كې د نږدې ۱۶ ټنه قېمتي ډبرې د قاچاق مخه نيولې ده.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، سرحدي پوليسو په ياده سيمه كې د جمعې په ورځ ۱۵۹۳۰ كيلو ګرامه فلورايټ ډبره كشف او ضبط كړه.
سرچينې زياته كړې، دا ډول ډبره په يوه باروړونكي موټر كې تر هندواڼو لاندې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوې وه او له هېواده بهر وړل كېده.
د كورنيو چارو وزارت په وينا، د پېښې په تړاو د سردارولي په نوم يو كس نيول شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې سرحدي پوليسو له دې مخكې هم په تورخم كې يوه اندازه لاجورد كشف او ترلاسه كړي وو.