ads

اسلام اباد ته د لوړ پوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند شول

د ملي امنيت شورا دفتر اسلام اباد ته د لوړپوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند كړل.
دا دفتر وايي، د ملي امنيت د سلاكار محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړي امنيتي پلاوي، چې د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزى او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په كې شامل وو، اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال د پاكستان د امنيتي دستګاه له لوړ پوړو مسوولينو سره د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبيق خبرې وکړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 چنګاښ 1397

سرچينه زياتوي، اسلام اباد ته د افغان امنيتي پلاوي سفر كابل ته د پاکستان د پوځ د لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه د سفر او له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د نوموړي د ليدنې او بحث په تعقيب ترسره شو.
د سرچينې په وينا، د دې سفر هدف له کوچني اختر وروسته د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان تطبيق و.
د ملي امنيت شورا دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، د دغه پلان په تطبيق سره به په افغانستان او د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تاوتريخوالى کم او سولې او پخلاينې ته زمينه برابره شي.
سرچينې د پاکستان د امنيتي دستګاه له چارواکو سره ليدنې او بحثونه مثبت او رغنده بللي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA