ads

جلال اباد ښار كې د پروني ځانمرګي بريد تلفات زيات شول

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د حکومت او طالبانو له ګډې غونډې وروسته د ولايت مقام مخې ته پروني ځانمرګي بريد كې د وژل شوو كسانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 غبرګولی 1397
جلال اباد ښار كې د پروني ځانمرګي بريد تلفات زيات شول

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د حکومت او طالبانو له ګډې غونډې وروسته د ولايت مقام مخې ته پروني ځانمرګي بريد كې د وژل شوو كسانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.
د ننګرهار ولايت په مقام كې تېره ورځ د والي په ګډون د حکومتي مسوولينو او څو تنو طالبانو ترمنځ غونډه وشوه.
د غونډې تر پاى ته رسېدو وروسته ډېر خلک رابهر شوي وو او يو شمېر د وتلو په حال کې وو، چې د ماسپښين په کابو درېيو بجو پرې ځانمرګى بريد وشو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې پېښه كې تر ۵۰ زيات كسان ټپيان شوي هم دي.
د يادولو ده، چې د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند له كبله يو شمېر طالبان جلال اباد ښار ته تللي وو او د ننګرهار له مسوولينو سره يې غونډه وكړه.
وړمه ورځ هم د دغه ولايت په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د اوربند پر نمانځونکو چاودنه شوې وه، چې په ترڅ كې يې۳۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي وو.
د وړمې ورځې د پېښې مسووليت داعش ډلې منلى، خو د پروني بريد په تړاو يې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA