جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار بلخ ته د سفر په مهال د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا سب سټېشن او په مارمول ولسوالۍ کې د برېښنا د وېش شبکه پرانيسته.
دغه پروژې، چې ۱۸ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي، د اووه اعشاريه شپږ ميليونه يورو په ارزښت د المان په بلاعوضه مرستو رغول شوې دي.
ټاکل شوې جمهور رئيس غني د بلخ، سرپل، فارياب، جوزجان او سمنګان له وچکالۍ ځپلو سيمو د ليدنې ترڅنګ د يادو ولايتونو له ملکي او نظامي مسوولينو سره جلا جلا کتنې هم ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ