د سنرايزرز حيدراباد او چنای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ نن د كابل په وخت د مازديګر په شپږو بجو د هند د کرکټ غوره ليګ د يوولسم پړاو پايلوبه پيلېږي.
د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو ويلي، دغې لوبې ته پوره چمتووالی لري او مينه وال به ترې ډېر خوند واخلي.
سنرايزرز حيدراباد لوبډلې وړمه شپه کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لاره ومونده.
د دې لوبې په ګټلو کې افغان لوبغاړي راشد خان مهم رول ولوباوه او د لوبې په ټولو اړخونو کې ښه وځلېده.
نن هم تمه کېږي، چې راشد خان به د خپلې لوبډلې لپاره په پايلوبه کې هم ښه وځلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ