د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، نن شنبه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو دکانديدانو د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول په ټول هېواد کې پيلېږي .
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال معاذ الله وايي چې د کانديدانو د نوم ليکنې دغه بهير د ټاکنو له مهالوېش سره سم پيلېږي.
نوموړي وويل، هغه کسان چې غواړي د ولسي جرګې او يا د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي کولى شي د نوم ليکنې لپاره په کابل او ولايتونو کې د نوم ليکنې يوه مرکز ته مراجعه وکړي.
ده وويل، هغه کسان چې غواړي کانديد شي کولى شي سر له نن تر ١٨ورځو پورې په دې برخه کې اقدام وکړي .
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ