په غزني ښار کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د ټاكنو لپاره د مغلان سيمې د نومليكنې مرکز ته څېرمه چاودنې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د يوې کارکوونکې په ګډون دوه تنه ټپيان كړل.
د غزني د امنيه قوماندانۍ وياند روح الله منصوري كليد ته وويل، چاودنه د نومليکنې مرکز ته څېرمه په يوه كور كې د ځای پر ځای شوي چسپكي ماين له كبله شوې ده.
هغه زياته كړه، په دې چاودنه كې د ياد مركز يوه كاركوونكې او يو ساتونكى ټپيان شوي دي.
بلخوا عيني شاهدانو كليد ته وويل، په ياده پېښه كې دوو پوليسو او د ټاكنو خپلواك كمېسيون دوو كاركوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چاودنې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
د يادونې وړ ده، چې ټاكنو ته د نومليكنې بهير له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د نومليكنې پر مركزونو بريدونه شوي دي.