ads

جمهور رئيس غني له تعصبه د ښوونيزو مركزونو پر پاكوالي ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده کړې فضا بايد مناسبه او له تعصبه پاکه وي او د نجونو د تعليم او لوړو زده کړو لپاره بايد لا ډېر فرصتونه برابر شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د پوهنتونونو يو شمېر استادانو او د ښوونځيو له ځينو ښوونکو سره د روژه ماتي د مېلمستيا په مهال وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 غبرګولی 1397

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د کابل پوهنتون استادې فرزانې رزمجو او د بي بي مهرو د نجونو لېسې ښوونکې حوريې کريمي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
هغوى د ښوونکو، استادانو او دارالمعلمينينو ظرفيت لوړولو، ښوونکو او استادانو ته د ښارګوټو جوړولو او دغه راز د ښوونکو صندوق ته د جمهور رئيس د پاملرنې غوښتونکې شوې.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، د دوى اساسي پاملرنه بشري پانګې ته ده، چې استادان او ښوونکي د بشري پانګې په روزنه کې ډېر مهم رول لري.
هغه د ټولو په ځانګړي ډول د نجونو ښوونه او روزنه زياته مهمه وبلله.
د هېواد جمهور رئيس زياته كړه، د ښوونکو او استادانو د مسکن موضوع مهمه ده، چې لا ډېر غور پرې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA