د امريکا په ټکزاس ايالت کې پرون په يوه ښوونځي کې د وسله وال بريد له كبله ۱۰ تنه ووژل او همدومره نور ټپيان شول.
ځايي چارواكي وايي، په سانته فې لېسه کې پر زده کونکو د بريد په ترڅ كې د وژل شوو كسانو ډېرى يې زده كوونكي دي.
د بريد په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له سپينې ماڼۍ په وينا کې وويل، د پېښې له كبله سخت خوابدى دى.
نوموړي زياته كړه، اداره يې ژمنه ده، چې د امريكايي زده کونکو او ښوونځيو د امنيت لپاره هره ممکنه هڅه وکړي او وسلې د هغو کسانو له لاسه لرې وساتي، چې ځان او نورو ته خطر پېښوي.
د روان ميلادي کال په فبروري مياشت کې هم په امريكا كې پر يوه ښوونځي د بريد له كبله ۱۷ زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ