د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، راتلونکې ميلادي مياشت به د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وويني.
هغه د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې ليكلي، له کيم جوينګ اون سره به يې ليدنه د جون مياشتې په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې وي.
ټرمپ زياته كړې، دوى دواړه به هڅه وکړي، چې دا ملاقات د نړۍ د سولې لپاره يوه ځانګړې شېبه وګرځوي.
دا به لومړى ځل وي، چې د امريکا جمهور رئيس د شمالي کوريا له مشر سره ګوري.
په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ