سپينې ماڼۍ د هغو کسانو لېست خپور کړ چې په بیت المقدس کې د امريکا سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې برخه اخلي.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې پرون د سپينې ماڼۍ له لوري خپره شوې په دې مراسمو کې د جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ لور، د هغه زوم، د امريکا د خزانې وزير، په اسراييلو کې د امريکا سفیر او د منځنۍ اسيا لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی ګډون کوي.
ټاکل شوې په بيت المقدس کې د امريکا سفارت د روانې مې مياشتې په ۱۴مه نېټه پرانيستل شي. د تېر مېلادي کال په ډسمبر مياشت کې ټرمپ بیت المقدس د اسراييل د پايتخت په توګه وپېژانده او اعلان يې وکړ چې ډېر ژر به خپل سفارت له تل ابیب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.
د ټرمپ دا اعلان په نړيواله کچه له سخت غبرګون سره مخ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ