وسله والو طالبانو نن د الخندق په نوم پسرلني عمليات اعلان کړل.
د دې ډلې د تېر كال پسرلني عمليات منصوري نومېدل.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د الخندق عملياتو تمرکز به د امريکايانو پر ځپلو، وژلو او نيولو وي او په دوهم ګام کې به يې د بريدونو مخه د امريکايانو د کورنيو ملاتړ کوونکو لور ته وي.
تمه کېده، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د سولې له وړانديز وروسته به طالبان د جګړې لار پرېږدي او د سولې خبرې به پيل کړي، خو دغې ډلې يو ځل بيا د تېرو کلونو په څېر جګړه اعلان کړه.
افغان حکومت لا هم هيله من دی، چې طالبان به يې د سولې وړانديز ومني.
تر دې اعلان مخکې هم طالبانو خپل بريدونه كم كړي نه وو.
په وروستيو څو ورځو كې د طالبانو او داعشيانو په بريدونو کې سلګونه ملکي او پوځي افغانان ووژل شول.
د طالبانو د پسرلنيو عملياتو اعلان داسې مهال شوى، چې د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ له مخې پر دې ډلې هوايي بريدونه زيات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ