د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفيق ګلاغا شېرزى وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره په هېواد کې افغان شموله جرګه جوړوي، چې پر طالبانو سربېره له پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو سره به هم د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
شېرزي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د جمهور رئيس غني د سولې له طرحې د ملاتړ په يوه لويه ولسي غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل، د سولې خبرو په اړه يې له ځينو طالب مشرانو سره ليدلي دي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير زياته كړه، اوس مهال افغان حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره مناسب ادرس نه لري، ځکه دوى غواړي د سولې لپاره يو وړ او ټول منلى ادرس رامنځته کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ