ads

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان د سختو ټپونو له کبله مړ شو

د شمالي ولايت بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان له هغه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه چې پرون په جګړه کې ټپي شو.

نویسنده: mayar
2 غویی 1397
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان د سختو ټپونو له کبله مړ شو

د شمالي ولايت بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان له هغه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه چې پرون په جګړه کې ټپي شو.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى وايي، د چهاربولک په پرونۍ جګړه کې د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان تر څنګ دوه نور پوليس هم ټپيان شوي وو.

نوموړى زياتوي، امنيه قوماندان ضابط خنجر تېره شپه ۱۰ بجې د مزار شريف په روغتون کې د سختو ټپونو له كبله ساه ورکړه.

د دراني په وينا، په چهاربولک ولسوالۍ کې اوس هم عمليات روان دي او د تېرې ورځې په جګړه کې تر لسو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دى همدارنګه وايي، يو شمېر کلي هم له طالبانو پاک شوي دي.

خو طالبانو بيا ويلي، په چهاربولک ولسوالۍ کې يې دولتي ځواکونه په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خبره، په دې جګړه كې يې دوه ملګري هم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA