ads

په جلال اباد كې سلګونه كيلو ګرامه چرس نيول شوي

د ملي امنيت موظفينو د يوې اطلاع له مخې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو كې نن سهار وختي سلګونه كيلو ګرامه چرس ونيول.

نویسنده: mayar
27 وری 1397
په جلال اباد كې سلګونه كيلو ګرامه چرس نيول شوي

د ملي امنيت موظفينو د يوې اطلاع له مخې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو كې نن سهار وختي سلګونه كيلو ګرامه چرس ونيول.

د دې ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، چې ۱۸۵۰ كيلو ګرامه چرس په يو هينو ډوله موټر کې په ۹۲ بوجيو كې تر کرش لاندې ځای پر ځای شوي وو.

د سرچينې په خبره، د موټر چلوونکی نجيب الله، چې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، نيول شوی او اعتراف يې کړی، چې دغه نشه يي توکي يې له روداتو ولسوالۍ څخه سره رود او خوږياڼو ولسواليو ته لېږدول.

سرچينه زياتوي، نيول شوی تن د ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA