د سوماليا امنيتي ځواكونو وروسته له هغې د متحده عربي اماراتو د پوځي روزونكو الوتکه له پروازه راوګرځوله، چې دوی د خپلو بکسونو له تلاشۍ ورکولو ډډه ورکړه.
د راپورونو له مخې، امنيتي ځواكونو په بوساسو هوايي ډګر کې ټينګار درلود، چې د ډېر وزن لرونکي بکسونه بايد چېک کړل شي، خو اماراتي پوځي روزونكو اجازه ورنه کړه او له دې کبله شخړه تر ساعتونو وغځېده.
راپورونه زياتوي، د سوماليا د چارواكو او د الوتکې د مسافرو ترمنځ خبرې دوام لري، ترڅو ستونزه حل كړي.
د متحده عربي اماراتو چارواكو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د سوماليا چارواکو څو ورځې وړاندې څو بکسونه، چې له ابوظبۍ يې موګاديشو ته شاوخوا لس ميليون ډالر انتقالول، ونيول او ضبط کړل.
متحده عربي اماراتو دې ګام ته غبرګون ښودلی و او د سوماليا امنيتي ځواکونه يې د اماراتي پلاوي په نيولو او ساتلو تورن کړي دي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دا پيسې د سوماليايي ځواکونو د روزنې لپاره بېلې شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ