د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، سوريه بايد په دغه هېواد كې د کلورين ګاز د کارولو له کبله لوړه بيه پرې کړي.
نوموړي دا د سوريې بې پروايي وبلله.
ټرمپ دغه راز د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد ځناور ياد کړ.
هغه تېره شپه وويل، روسيه او ايران د ځناور بشارالاسد د ملاتړ له کبله مسوول دي او لوړه بيه به پرې کړي.
د امريکا جمهور رئيس د ختيځې غوطې په تړاو د خپلو ټويټونو په لړ کې دا څرګندونې کړې دي.
په دغه سيمه کې فعالې ژغورونکې ډلې ادعا کوي، چې هلته د سوريې د رژيم پلويانو کلورين ګاز کارولی دی.
ټرمپ زياته کړې، په دې بې پروا کېمياوي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د ظلم سيمه د سوري پوځ له لوري کلابنده شوې او بهرنۍ نړۍ ته اجازه نه ورکول کېږي، چې حالت يې وګوري.
په ورته وخت كې د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، لږ تر لږه ۸۰ ملکي وګړي له جمعې راهيسې په هغو هوايي بريدونو کې، چې په ختيځه غوطه کې شوي، وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ