ads

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاهور كې سياسي اور بلوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بنسټګر علي وزير وايي، دا ځل په لاهور کې سياسي اور بلوي.

نویسنده: mayar
20 وری 1397
د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاهور كې سياسي اور بلوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بنسټګر علي وزير وايي، دا ځل په لاهور کې سياسي اور بلوي.

په پېښور کې تېره ورځ زرګونو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې احتجاجي غونډه وکړه.

د دغه غورځنګ د يو بنسټګر علي وزير په وينا، راتلونکې غونډې يې په لاهور او سوات کې دي.

د لاهور غونډه د راتلونكې مې مياشتې په ۲۲مه او د سوات غونډه د همدې مياشتې په ۲۹مه نېټه پلان شوې ده.

د پېښور په پرونۍ غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له ټولو پښتنو د يووالي غوښتنه وکړه. هغه وويل، دوى يوازې د خپل ملت استازي  او د عامو جګړه ځپلو پښتنو غږ پورته کوونکي دي.

پښتين زياته كړه، خپلې مبارزې ته به تر هغې دوام ورکړي، چې غوښتنې يې نه وي منل شوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ تېره جنوري مياشت په كراچۍ ښار كې د يو پښتون ځوان د مړي تر موندلو وروسته پيل شو.

پوليسو ويل نقيب الله محسود له دوى سره په نښته کې وژل شوى، خو کورنۍ يې وايي، له هوټله يې پورته کړى او وروسته يې وژلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA