ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن اسيايي جام ته د لار موندنې په مقدماتي وروستۍ لوبه کې د کمبوديا په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.
دغه لوبه د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو او ۳۰ دقيقو د تاجکستان پايتخت دوشنبې کې پيلېږي.
د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فيصل شايسته پرون په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې افغان لوبډله د کمبوديا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالى لري او افغانانو ته به ښه زېرى ولري.
افغان لوبډلې د دې سيالۍ لپاره ښه تمرينونه کړي او له څو ورځو راهيسې په تاجکستان کې ده.
د يو بل خبر له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د ۲۰۱۹ كال نړيوال جام په غوراوي سياليو کې له بريالي ګډونه وروسته د دغو سياليو له جام سره هېواد ته راستنه شي.
ټاکل شوې د دې لوبډلې راتګ په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ