د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې رسنیو ته ویلي، دغه پېښه تېره ورځ غرمه ۱۲ بجې د يادې ولسوالۍ د ځنيخېلو په سپين کوڼ نومي کلي د ديني مدرسې شاوخوا کې شوې ده.
سرچينه وايې، دغه سيمه ډېرې لرې پرته ده، نو ځکه يې په تړاو دقيق جزيات نه دي ترلاسه شوي.
وژل شوي او ټپيان ټول له اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان ښودل شوي دي.
ويل کېږي دغو ماشومانو پر هاوان مرمۍ د تېږو ګوازونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ