د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونو تېره شپه هلته په عملياتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژلي دي.
د ماڼو سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپراوي په شرط کليد ته وويل، تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ماڼو او هدياخېلو سيمو کې افغان ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته كړه، وژل شوي ۱۱ تنه ټول ولسي وګړي دي او په خپلو کروندو کې يې اوبه خور کاوه، چې په نښه شول.
دغې سرچينې دا هم وويل، نن سهار د سيمې يو شمېر قهرېدلو خلکو د احتجاج په ډول له ځانونو سره د وژل شوو کسانو جسدونه ولسوالۍ ته يووړل، چې د افغان ځواکونو په ډزو دوه لاريون کوونکي وژل شوي او يو ټپي دى.
د ننګرهار ولايتي چارواکي بيا وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د دې ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې له كبله يې يو شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوى زياتوي، د پېښې په تړاو به بشپړ جزيات تر څېړنو وروسته له رسنيو سره شريك كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ