ads

سينهوا: اسراييل سلګونه اټومي سرګلولې لري

د چين رسمي خبري اژانس وايي، تل ابيب په داسې حال کې د اټومي وسلو له سيالۍ اندېښنه لري، چې په اسراييل كې سلګونه اټومي سرګلولې موجودې دي.

نویسنده: mayar
22 کب 1396
سينهوا: اسراييل سلګونه اټومي سرګلولې لري

د سينهوا د راپور له مخې، د اسراييل لومړي وزير بينيامين نتنياهو په وروستيو کې په سيمه کې د اټومي وسلو د سياليو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

راپور زياتوي، د نورو مسايلو ترڅنګ بايد دا په نظر کې ونيول شي چې اسراييل سلګونه اټومي سرګلولې لري.

د چين د دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، که څه هم ټول باور لري چې اسراييل د اټومي سرګلولو له پلوه غني هېواد دى، خو بيا هم تل ابيب د دغې موضوع له تاييد ډډه کړې ده.

سينهوا وړاندې وايي، تر ډېره د وسلو سيالۍ ته د نتنياهو اشاره هم له هغه وروسته ده چې سعودي عربستان له امريکا د اټومي ريکټورونو د اخيستو غوښتنه وکړه.

په دې راپور کې راغلي، د اسراييل لومړي وزير له دې سره په يو وخت چې ښايي په منځنۍ اسيا کې د اټومي وسلو سيالي رامنځته شي، غواړي د ايران اټومي پروګرام تر هدف لاندې ونيسي او په دې تړاو يې پر شوې هوکړې د بيا غور غوښتنه کړې ده.

سينهوا ليکي، له هماغې لومړۍ ورځې چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه مهمه او تاريخي هوکړه شوې، اسراييلو ورسره مخالفت کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA