د خوست او غلام خان بندر لار د سوداګرو پرمخ له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پرانيستل شوه.
ځايي چارواکي وايي، نن ماسپيښين درې بجې خوست ته بار وړونکو لاريو ته اجازه ورکړل شوه، چې سوداګريز توکي راوړي.
د غلام خان بندر د بېرته خلاصېدو په تړاو له تېرو دوو ورځو راهيسې اوازې وې، خو د افغان لوري ځايي چارواکو نه منلې.
د يادولو ده، چې په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴م ميلادي کال كې د پاکستاني پوځ له لوري د ترهګرو د له منځه وړلو په نوم د عملياتو پيلېدو له كبله غلام خان بندر تړل شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ