د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره د څلور ورځني سفر په ترڅ کې مسکو ته رسېدلى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، اصف روسيې ته دغه سفر د خپل روسي سيال سرګي لاوروف په ځانګړې بلنه ترسره کوي، چې د روانې ميلادي مياشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام وكړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير به روسيې ته د خپل سفر په مهال له خپل سيال او نورو روسي چارواکو سره پر دوه اړخيزو او همدارنګه پر سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو خبرې وکړي.
بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا دغه هېواد ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه په يوه بيان کې ويلي، دوى پلان لري، چې د مسكو او اسلام اباد ترمنځ هر اړخيزې اړيکې په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ او ترهګرۍ د مخنيوي په برخو کې لا پياوړې کړي.
بايد وويل شي، چې د پاکستان او روسيې اړيکې په دې وروستيو کې د تېر په پرتله ډېرې نېږدې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ