د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو په وروستۍ سيالۍ كې هم د زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې وركړه او دا لړۍ يې څلور پر يو وګټله.
د وروستۍ لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې ته ۲۴۲ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړاى شو او ټول لوبغاړي يې په ۳۲ اعشاريه يو اورونو كې د ۹۵ منډو له كولو وروسته وسوځېدل.
افغانستان دا لوبه د ۱۴۶ منډو په ستر توپير وګټله.
شرف الدين اشرف د پنځو يو ورځنيو لوبو د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی او راشد خان د دغو سياليو د لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شول.
افغان لوبډلې تر دې مخكې له زمبابوې څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ هم دوه – صفر ګټلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ